په قبائلي ضلعو كښې تندۍ سره د روان پرمختګ او سوكالۍ مېوی اولس ته رسېدل پېل شوي دي۔ د خېبر پختونخوا وزيراعلی

پېښور ۔20 فروری(اے پی پی) د صوبائي حكومت وياند كامران خان بنګش د ضمني ټاكنو په اړه خپل دريځ جاري كولو سره وئيلي دي وزيراعلی محمود خان د كرم ضلعې ټاكنو كښې د غوره نتيجو په رامخې ته كېدو اولس ته مباركي او د هغوي مننه كړې ده۔ په قبائلي ضلعو كښې تندۍ سره د روان پرمختګ او سوكالۍ مېوی اولس ته رسېدل پېل شوي دي۔ هغه ووئيل د نوښار په ضمني ټاكنو كښې د تحريك انصاف په ماتې خوړلو وزيراعلی تفصيلي رپورټ غوښتلے دے او په دې لړ كښې به سباؤن له تګلاره وضعه كولې شي۔ هغه زياته كړه چې د كرم په چوكۍ دې نه وړاندې د جے يو آئي كانديد كامياب شوے وو