په قامي انډر 16 ون ډے كركټ ټورنامنټ كښې نن نور درې مېچونه كېږي

پېنډۍ ۔16فروری(اے پی پی) په قامي انډر 16 ون ډے كركټ ټورنامنټ كښې نن د شورؤ په ورځ نور درې مېچونه كېږي۔ د پي سي بي تر سېوري لاندې د ټورنامنټ د خوندورو سيالو لړۍ د پېنډۍ په بېلو مېدانونو كښې روانه ده۔ اولنے مېچ به د بلوچستان او ناردرن انډر 16 لوبډلو ٬ دويم د سندھ او سدرن پنجاب ترمينځه ايوب پارك كركټ ګراؤنډ كښی او درېم به د خېبرپختونخوا او سېنټرل پنجاب ترمينځه راول كركټ ګړاؤنډ كښې كولې شي۔ په 45 اوورز مشتمل دا ایونټ د سنګل لیګ په بنياد كېږي۔ د دوو غوره لوبډلو ترمينځه فائنل مېچ به په 23 فرورۍ وي۔ فاتحې لوبډلې ته به درې لكه او رنر اپ له به دوه نيم لكه روپۍ انعام وركولې شي