په فلپائن كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي

منيلا 12 مئي (اے پي پي) په فلپائن كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.8 ريكارډ كړے شوے. د جاپان د انسټي ټيوټ آف وولكانولوجي اېنډ سېسمولوجي له مخې زلزله د ځائي وخت له مخې سهار په 9 بجې 9 دقيقې راغلې او مركز ئې په زمكه كښې 110 كلوميټره ژور و. په زلزله كښې د كوم زيان اطلاع نه ده راغلې.