په فرانس كښې د كوچنې الوتكې لوېدو پېښه كښې 4 كسان مړه شول

پېرس 19 اپرېل (اے پي پي) په فرانس كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه شوي . د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دې الوتكې د بيووېس د هوائي اډې څخه پرواز كړے ؤ او د پېرس ښار د سېنټ پېتهوښ په سيمه كښې د فني خرابۍ په وجه تباه شوې. د چارواكو له مخې په پېښه كښې څلور كسان مړه شوي. الوتكه د تربيې په پرواز تللې وه. د اېوي اېشن چارواكو له مخې د پېښې پلټنې پېل كړې شوي