په غزه د اسرائيل لخوا بمباري روانه ده، د 130 نه زيات كسان وژل شوي

غزه 15 مئي (اے پي پي) اسرائيل په غزه بمباري روانه ساتلې ده. اطلاع ده چې د خالي په ورځ په يو فضائي بريد كښې د يوې كورنۍ لس كسان شهيدان شوي دي. د فلسطين د طبي ذريعو له مخې د جمعې په شپه په يو شمېر ځايونو كښې نښتې شوې دي چې پكښې 8 كسان شهيدان او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو. په فلسطين كښې د اسرائيل په عسكري كارروائې كښې د شهيدانو شمېره د 130 نه زياته شوې چې پكښې 31 ماشومان هم شامل دي. تر اوسه د 900 نه زيات كسان ژوبل شوي هم دي. له بلې خوا د حماس لخوا په اسرائيل د راكټي بريدونو لړې هم روانه ده. په اسرائيل كښې تر اوسه د 8 كسانو د وژل كېدو اطلاع ده.