په شمالي وزيرستان كښې د معلوماتو بنياد آپرېشن﴿ آئي بي او﴾ په مهال 4 ترهګر وژل شوي، د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ سپاهي صدام شهيد او دوه ځوانان ژوبل شوي

پېنډې 22 نومبر (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې د معلوماتو بنياد آپرېشن﴿ آئي بي او﴾ په مهال 4 ترهګر وژل شوي، د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ سپاهي صدام شهيد او دوه ځوانان ژوبل شوي دي. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې تېره شپه امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په سيمه كښې د ترهګرو په پناه ګاه آپرېشن وكړو، ترهګرو تښتېدو لپاره ډزې پېل كړې. د آئي بي او عملياتو په مهال څلور ترهګر ووژل شول.