په سعودي كښې په سبزي منډۍ كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 42 دوكانونه تباه شول ، په پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دے شوے

رياض 25 جون (اے پي پي) په سعودي كښې په سبزي منډۍ كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 42 دوكانونه په بشپړه توګه تباه شوي، په پېښه كښې كوم ځاني زيان نه دے شوے. د يو ځائي چارواكي عبدالرحمان بن عبدالعزيز الضويحي له مخې دا پېښه د الجوف په سكاكا ښار كښې رامېنځ ته شوې. پېښه د شورو او زيات په مېنځنې شپه رامېنځ ته شوې. په اور په وخت قابو موندلے شوې او چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.