په سعودي عربستان د بېلسټك توغندي بريد يو بل سازش شنډ كړے شو

صنعاء ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی) د حوثی شدت خوښو لخوا په سعودي عربستان توغولې شوې بېلسټك توغندې په قطبي صنعا كښې د زهبان په مقام پرېوتو چې په نتيجه كښې يو شمېر وګړي ژوبل شول۔ د عرب ابلاغ ذريعو ترمخه د يمن د ځائي ذريعو وېنا ده چې تېره ورځ د حوثي ياغيانو لخوا په سعودي عربستان يو توغندې وتوغولې شو ولې دا توغندې په ودانيو راپرېوتو چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر وګړي ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د حوثي ياغيانو لخوا په ګاونډي هېواد او په خاص توګه په سعودي عربستان د بېلسټك توغندي بريدونه د معمول خبره جوړه شوې ولې بياهم دې كښې ډېر كم توغندي خپل هدف ته رسېدو كښې كاميابيږي۔ د سعودی عربستان امنيتي ځواك او فضائي څانګې چارواكي سعودي عربستان پلو راتلونكي توغندي د خودكار ميزائل شكن نظام دلارې هوا كښې تباه كوي۔