په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا ټولو كاركنانو واكسين لګولو عمل تند كړے شوے . د خبېر پښتونخوا د صحت محكمه

پېښور 25 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا ټولو كاركنانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګولو عمل تند كړے شوے . د خبېر پښتونخوا د روغتيا محكمې چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال نورو 2128 كاركنانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګولې شوي . د محكمې چارواكو له مخې په خېبر پښتونخوا كښې تر اوسه د روغتيا 8220 كاركنانو ته واكسين لګولې شوي . دغس ېپه پېښور كښې تر اوسه 3566 كاركنانو ته د كورونا نه د بچ كېدو واكسين لګول شوي . د روغتيا كاركنانو ته د كورونا واكسين لګولو عمل د باجوړ، كوهستان، اوركزئ او مومندو پشمول په 33 ضعلو كښې روان دے