په حماد اعظم د مېچ فيس 25 فيصده جرمانه ولګولې شوه۔ د پي سي بي وياند

لاهور۔17جنوری (اے پی پی) د ناردرن لوبډلې په لوبغاړي حماد اعظم د پی سی بی کوډ آف کنډکټ او د پلئیرز سپورټ سټاف په خلاف ورزۍ كولو د مېچ فيس 25 فيصده جرمانه لګولې شوې ده۔ د پي سي بي وياند له مخې دا پېښه اسټېټ بنک اسټېډیم کراچی كښې د سندھ او ناردرن ترمينځه د پاكستان كپ 5 م راؤنډ مېچ كښې رامخې ته شوه۔ حماد اعظم د پي سي بي كوډ آف كنډكټ آرټيكل 2.2 خلاف ورزي كوؤنكے وګرځولے شو۔ دا آرټيكل د مېچ په مهال د غصې له امله د كركټ سامان ٬ كټ ٬ يا ګراؤنډ سره د ناوړه رويې ښودلو په اړه دے۔ د بېټنګ په مهال حماد اعظم په كېچ آؤټ كېدو پولين ته د بېرته تللو په مهال زور سره خپل پېډ په بېټ وهلے وو۔ په دې نامناسبه رويه حماد اعظم قصور وار وګرځولے شو۔ هغه خپله غلطي منلو سره د مېچ رېفري محمد جاوېد لخوا تجويز كړې شوې سزا قبول كړه۔ په حماد اعظم چارجز آن فیلډ امپائرز علیم ډار او ثاقب خان ولګول