په جاپان كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي

ټوكيو 14 مئي (اے پي پي) په جاپان كښې د جمعې په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د جاپان د موسمياتو محكمې له مخې د زلزلې جړقونه په شمالي ختيځ فوكو شيما ولايت كښې محسوس شوي دي. په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 6.0 ريكارډ كړے شوے دے. د زلزلې مركز په زمكه كښې 40 كلوميټره لاندې و. په زلزله كښې د كوم زيان اطلاع نه ده راغلې.