په تركيه كښې د ناكام پوځي بغاوت نه پس يو لك 30 زره سركاري ملازمين برطرف كړې شوي دي

برلن 25 اکتوبر (اے پي پي) په تركيه كښې د جولائي كال 2016 د ناكام پوځي بغاوت نه پس تراوسه يو لك 30 زره سركاري ملازمين برطرف كړې شوي دي۔ د بشري حقونو تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل لخوا د المان په پايه تخت برلن كښې جاري شوي راپور له مخې په دې سركاري ملازمينو كښې ښوونكي٬ پوليس اهلكار او په نورو څانګو كښې كار كوونكي اهلكار شامل دي۔ د راپور له مخې دا كسان د حكومت لخوا د زر تلافې يا د بحال كېدو په انتظار دي