په تركيه كښې د كورونا په وبا كښې نور 304 كسان په حق رسېدلي، په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 42187 ته رسېدلې

انقره 08 مئي (اے پي پي) په تركيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 304 كسان په حق رسېدلي دي او دې سره په تركيه كښې تر اوسه په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 42187 ته رسېدلې. د تركيې د روغتيا محكمې چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا دوه لكه 53 زره 482 ټېسټونه شوي دي چې پكښې په 22 زره 388 كسانو كښې د كورونا وائرس تشخيص شوے. په تركيه كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 46 لكه 26 زړه 799 ته رسېدلې.