په تحصيل اوباړو ضلع ګھوټکي كښې د نادرا سنټر پرانسته وشوه۔ د وفاقي وزير اسدعمر ټويټ

اسلام آباد 15 جنوري(اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسدعمر وئيلي دي‏ په تحصيل اوباړو ضلع ګھوټکي كښې د نادرا سنټر پرانسته د جمعې په ورځ شوې۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په دې سنټر كښې به جديد سهولتونه موجود وي كوم چې په نورو لويو ښاريو كښې وي۔ ده ووئيل دا د سيمې د اولس پخوانۍ غوښتنه وه۔