په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره د 4 لكه نه اوړېدلې

ساٶ پاٶلو 14 مئي (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا په نړيواله وبا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 2383 كسان مړه شوي دي او دې سره په په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره د 4 لكه نه اوړېدلې. د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا نور 74 زره كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره د وائرس ځپليو شمېره يو كروړ 54 لكه ته رسېدلې.