په برازيل كښې د فټ بال لوبغاړو وړونكې الوتكه رانسكوره شوه، په پېښه كښې 6 كسان مړه شول

رېوډي جنېرو 25 جنوري (اے پي پي) په برازيل كښې د فټ بال لوبغاړو وړونكې الوتكه رانسكوره شوې چې پكښې سواره 6 كسان مړه شوي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د برازيل په سېري ډي چېمپئن شپ كښې برخه اخستونكي كلب پلماس په خپل يو بيان كښې وئيلي دي الوتكه د برازيل د كوكينټنز په يوه سيمه كښې د لوېدو په مهال تباه شوې. په پېښه كښې په الوتكه كښې سواره د فټ بال څلور لوبغاړي او د پلماس كلب صدر پشمول شپږ كسان مړه شوي دي.