په اېبټ آباد كښې د كورونا وائرس نور 112 كېسونه رپورټ شول

هري پور 22 اپرېل (اے پي پي) اېبټ آباد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 112 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره په ضلع كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 226 ته رسېدلې. د خبر له مخې په تېرو 24 ساعتو په مهال ضلع كښې په نورو 112 كسانو كښې د كورونا د وائرس تشخيص شوے او دې سره په ضلع كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 226 ته رسېدلې. له بلې خوا د هري پور د ډاكټرانو د اېسوسي اېشن صدر ډاكټر حسنېن رضا ترابي وئيلي دي د كورونا وائرس د وبا دريمه چپه ډېره خطرناكه ده. بايد خلق احتياطي تدابير خپل كړي.