په انډونېزيا كښې د سرو زرو د كان لوېدو پېښه كښې 5 كسان مړه او 70 بې دركه شول

جكارته 25 فروري (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د سرو زرو د كان لوېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه او 70 بې دركه شوي. د انډونېزيا چارواكو له مخې دا پېښه د زيارت په ورځ په مېنځني سلاويسي ولايت كښې رامېنځ ته شوې. چارواكو وئيلي دي په پېښه كښې 5 كسان مړه او 70 بې دركه شوي او د بې دركه كسانو لټون لپاره رسكيو، پوليس او د پوځ اهلكار د مرستې په چارو كښې بوخت دي.