په امريكا كښې 33 لكه ماشومان آباد دي٬تر 2050 پورې به دا شمېره يو په دوه شي۔راپور

واشنګټن 07 جنوري (اے پي پي) په امريكا كښې 33 لكه ماشومان آباد دي٬تر 2050 پورې به دا شمېره يو په دوه شي۔دا خبره د امريكې د پيو ريسرچ سنټر لخوا پھ جاري شوي يو راپور كښې شوې۔د راپور له مخې تېر كال د امريكې په مجموعي آبادۍ 32 كروړه 20 لكه كښې د مسلمانانو تناسب يو فيصد وو۔په امريكا كښې په قانوني توګه د غېر ملكي كډوالو په شمېره كښې د مسلمانانو تناسب لس فيصده دے۔د مسلمانانو په مقابله كښې د هندوانو او سيكهانو مجموعي آبادي كمه ده كومه چې 21 لكه ده٬د يهودو آبادي زياته ده كومه چې 57 لكه ده۔د امريكائي چارواكو له مخې 2007 څخه وروستو په امريكا كښې د مسلمانانو شمېره په تندۍ سره مخ په زياتېدو ده۔