په امريكا كښې د كورونا وائرس په وبا 4 لكه 7 زره كسان مړه شول ، د ځپليو شمېره 2 كروړه 44 لكه ته ورسېده

واشنګټن 18 جنوري (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا وائرس په وبا تر اوسه 4 لكه 7 زره كسان مړه شوي او په وبا د ځپليو شمېره 2 كروړه 44 لكه ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس د رنځورانو ټوله شمېره 24482050 او د فعاله كېسونو شمېره 9646497 ده. په امريٍكا كښې د كورونا په وبا د مرګونو او فعاله كېسونو شمېره پرله پسې مخ په زياتېدو ده. په نړۍ كښې امريكا د كورونا په وبا كښې تر ټولو زياته ځپلې شوې. په دې هېواد كښې د كورونا د رنځورانو شمېره د 2 كروړه 44 لكه نه اوړېدلې او تر اوسه پكښې 407202 كسان مړه شوي. د يادونې وړ ده په ټوله نړۍ كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره د 20 لكه 2 زرو نه زياته ده