په افغانستان كښې د مائن په چاودنو كښې 9 كسان مړه او 17 ژوبل شوي

كابل 14 مئي (اے پي پي) د افغانستان په كندهار او كندوز ولايتونو كښې د جمعې په ورځ د مائن په چاودنو كښې 9 كسان مړه او 17 نور ژوبل شوي دي. د افغانستان خبر رسنې ادارو طلوع نيوز له مخې د كندهار ويالت په پنجوئي او مېوند سيمو كښې دوه چاودنې شوې دي. بله چاودنه د كندوز ولايت په سرداوره سيمه كښې شوې. د افغان چارواكو له مخې په چاودنو كښې 9 كسان مړه او 17 ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان روغتونونو ته رسول شوي دي.