په افغانستان كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 58 زره 542 ته ورسېده

كابل 22 اپرېل (اے پي پي) په افغانستان كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 196 كېسونه رپورټ شوي او د دې نه پس په افغانستان كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 58 زره 542 ته رسېدلې ده . د افغانستان روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي د تېر كال د فرورې د مياشتې نه تر اوسه په افغانستان كښې د كورونا په نړيواله وبا 2 زره 565 كسان په حق رسېدلي او تر اوسه د كورونا څخه 52 زره 348 كسان ښه شوي. په افغانستان كښې تر اوسه د كورونا 3 لكه 90 زره ټېسټونه شوي دي