په افغانستان كښې درياب ته د ګاډي لوېدو په پېښه كښې 10 كسان په حق ورسېدل

كابل 24 فروري (اے پي پي) په افغانستان كښې درياب ته د ګاډي لوېدو پېښه كښې 10 كسان په حق رسېدليي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ارزګان ولايت وياند احمد شاه ساحل ووئيل دا پېښه د ارزګان ولايت په ګېزاب ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې 6 مېرمنې، دري ماشومان او يو سړے په حق رسېدلے. ده ووئيل چ دا كسان د واده په دستوره كښۍ ګډون كولو لپاره روان وو. مرستندويه ډلو د حق رسېدليو كسانو مړي د درياب نه راويستي دي