په اسلام آباد كښې به انډر 19 كركټ ډلې له ټرائلز د مئي په وړومبۍ نيټه پېل كېږي

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) انټر ډسټرکټ/ زونز انډر 19 کرکټ جام لپاره د اسلام آباد ريجن ټرائلز به د مئي د وړومبۍ نيټې نه تر 4مې نيټې په بېلا بېلو ځايونو كښې كېږي۔ د كركټ پخوانې سلېكټر او ټېسټ لوبغاړې کرنل (ر) نوشاد د سلېكشن كمېټۍ چيئرمېن او په غړو كښې يې حسن اصغر او عبدالرٶف مرزا شامل دي۔ د اېسټ زون ټرائلز به د مئي په وړومبۍ نېټه په بهټو ګراٶنډ٬ د نارته زون ټرائلز به په 2 مئي نېشنل كركټ ګراٶنډ ٬ وېسټ زون لپاره به ټرائلز د مئي په 3مه نيټه ډائمنډ كلب او مركزي زون لپاره به ټرائلز د مئي په 4مه نيټه سهار په ډائمنډ كلب كښې كېږي۔