په اسلامي نړۍ د آزمېښت وخت دې ، په قبله اول بريد په اسلامي نړۍ بريد دې۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي قامي اسمبلۍ كښې په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په اړه پاليسي بيان

اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قريشي وئيلي دي چې دا په اسلامي نړۍ د آزمېښت وخت دې ، په قبله اول بريد په اسلامي نړۍ بريد دې، د روژي په 27مه ورځ اسرائيل په قبله اول مسجد اقصيٰ بريد كولو سره په ټولو مسلمانانو بريد كړې، د هغه وخت نه تر اوسه وزيراعظم عمران خان او پي ټي آئي حکومت وخت نه دې ضائع كړې، د امريکې د اړخه د سلامتي کونسل امن لپاره سفارشات ويټو كولو سره خنډان راولاړ كړې شوي، تاريخ د دې خبري ګواه دې چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د فلسطين په معامله تاريخ په سم پلو ولاړ دې، د پي ټي آئي حکومت د فلسطين مسئله او کشمير په مسئله كلك ولاړ دي، د جمعې ورځ 21 مئي به ټول قوم د فلسطينيانو سره امناكه او په ښه ډول د يووالي څرګندونه كوي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې په فلسطين د اسرائيلي جارحيت په اړه پاليسي بيان وركولو سره خارجه وزير شاہ محمود قريشي ټول ايوان له مبارکي وركړه چې د حکومت لاس به دې سره نور هم مضبوط شي او د پاکستان وقار به زيات شي۔ ده ووئيل پاکستان د فلسطين په معامله واضحه موقف وړاندي كړې دې او زمونږ موقف ستائلې شوي۔ده د فلسطين د خارجه وزير د خط حواله وركولو سره ووئيل د پاکستان وزيراعظم او حکومت د فلسطين په اړه چې كوم موقف اختيار کړې په هغي مننه كوو۔ده ووئيل د روژي په 27مه ورځ په مهمه شپه دا بريدونه پيل شوي۔ وزيراعظم عمران خان په هغه ورځ عمرے لپاره په مکه كښې ؤ۔هغه په راروانه ورځ په 28 روژه د او آئي سي سيکرټري جنرل سره د ملاقات د خواهش څرګندونه وكړه،په هغه ورځ دغه ملاقات وكړې شو۔ شاہ محمود قريشي ووئيل پاکستان د دې جارحيت غندنه كوي۔په 16 مئي مونږ دوه غونډي كړي۔ د او آئي سي د ايګزيکټو کمېټۍ د خارجه وزيرانو غونډه شوي چې پكښې ما د پاکستان نمائندګي کړې، دغه ورچوئل غونډه وه دغسې د سلامتي کونسل په غونډه كښې غړو په ذاتي حيثيت كښې ګډون كړي۔ خارجه وزير ووئيل امن و امان ذمه واري د سلامتي کونسل وي۔ سلامتيا په اړه دا تر ټولو مهم فورم دې،مونږ ليدل غواړو چې دا فورم څه كوي۔ده ووئيل چين سلامتي کونسل د فلسطين په معامله د يو موټي كيدو هڅي كړي، غړي يو موټي شوي ؤ خو امريکې خپل ويټو استعمالولو سره د سلامتي کونسل د بيان لاره ونيوله۔ سلامتي کونسل غړو خواهش لرلو چې فلسطين كښې د شهادتونو مخنيوي وكړې شي۔د تيري ورځ په خبرو اترو كښې د فلسطين دو رياستي حل خبره شوي۔دا وئيلي شوي چې د فلسطين مسئلې د اوږدي مودي حل د امن کنجي ده۔ دا ههم وئيلي شوي چې مونږ ټولو له به د