په ارجنټائن كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 70 زره 253 كسان مړه شوي

بيونس آئرس 16 مئي (اے پي پي) په ارجنټائن كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 21 زره 469 كېسونه رپورټ شوي دي او دې سره په دې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 32 لكه 9 زره 935 ته رسېدلې. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په دې هېواد كښې د كورونا په وبا كښې نور 400 كسان مړه شوي دي او په وبا كښې د مړو كسانو ټوله شمېره 70 زره 253 ته رسېدلې. د ارجنټائن د روغتيا محكمې چارواكو له مخې په هېواد كښې تر اوسه د كورونا 99 لكه 9 زره 575 كسانو ته واكسين لګول شوي دي.