پرتګال كښې به په اوړي كښې 70 فیصده آبادۍ ته کورونا ویکسین لګولې شي، د روغتيا وزیر

لزبن 23 فروري (اے پی پی) پرتګال كښې د ګرمۍ موسم په مهال به 70 فیصده آبادۍ ته د كورونا وائرس ویکسین لګولې شي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د پرتګال د روغتيا وزیر مارټا ټیمیډو يو نیوز کنفرنس په مهال ووئيل د ګرمۍ موسم په مهال به 70 فیصده آبادۍ ته کورونا ویکسین لګولې شي ۔ ده ووئيل تر اوسه 2 لکهه 94 زره كسانو ته د کورونا ویکسین وړومبے خوراك وركړے شوے دغسې يو لكهه 6 زره كسانو ته د ویکسین دوه خوراكونه وركړې شوي ۔ د قامی ویکسین پروګرام کوآرډینیټر هنرك ګوویه ای میلو ووئيل كه د ویکسین شته والې باوري شو نو آګست يا ستمبر تر پيل كيدو به 70فیصده آبادۍ ته ویکسین ولګولې شي