پاک چین اقتصادی راهداري پروژې زمونږ د دښمنانو خوبونه تښتولي

اسلام آباد ۔ 12 مئی (اے پی پی) دفاعي تجزيه كار او د مسلم ليګ (ن) سناتور لېفټېننټ جنرال (ر) عبد القيوم وئيلي دي مسئله اوس د اخلاقيات يا د بډو نه د سياسي سرلوړۍ ترلاسه كولو ده۔ د حكومت د غوره پالېسيو په سوب د 3 كلونو په مهال هېواد كښې شوې د 43 چھاؤنيانو بلدياتي ټاكنو او 27 ضمني ټاكنو كښې حكمران ګوند بريا ترلاسه كړې۔ د عمران خان د وزیراعظم جوړېدو خوب به كله هم ريښتيا نه شي۔ په متحده اپوزيشن كښې شامل د ټولو سياستمدارو ماضي ټول اولس ته مخې ته دے۔ تر پرون چې څوك په نښه كول د عمران مشغلتيا وه نن د هغوي ملګرتيا كوي۔ ده ووئېل ريښتوني سياسي لارښود دې د فقر ٬ نالوستۍ او بېروزګارۍ ختمولو له سوچ يو كړي