پاکستان وېتنام سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري

THE OUTGOING AMBASSADOR OF THE SOCIALIST REPUBLIC OF VIETNAM, MR. PHAM HOANG KIM, CALLED ON PRESIDENT DR. ARIF ALVI, AT AIWAN-E-SADR, ISLAMABAD ON JANUARY 18, 2021.

اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان وېتنام سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او اقتصادي مرسته لا قوي كولو او اولسي رابطو ته وده وركولو ته اړتيا ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د وېتنام موده ترسره كونكي سفير فېم هوانګ کِم سره ملاقات كړې۔صدر ډاکټر عارف علوي ووئېل د ويتنام سرمايه کارو له د پاکستان بهتر كاروباري ماحول څخه ګټه پورته كول غواړي، پاکستان د وېتنام وګړو لپاره د اي-ويزا او پاکستان ته په رتاګ د ويزه سهولت وركوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره به دوه اړخيزه مرسته وده ومومي٬ پاکستان د وېتنام په بيړه د معاشي پرمختګ ستائنه كوي۔ده ووئېل پاكستان د آسيان سره فل ډائيلاګ پارټنر جوړېدو لپاره د وېتنام د مرستې ستائنه كوي۔ ده ووئيل د سېلګرۍ او تعليم په څانګو كښې مرسته زياتولو سره د اولسي رابطو ودې ته اړتيا ده۔ صدر د پاکستان او وېتنام ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو بهترۍ لپاره په هلو ځلو د سفير د خدمات ستائنه هم وكړه