پاکستان او د افغانستان اولس يو بل سره د مينې ٬ ورورولۍ او كلتور خپلولي لري، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د پاکستان لپاره د افغان صدر خاص نمائنده عمر داؤدزئي ملاقات

APP67-250221 ISLAMABAD: February 25 - Special Representative of President of Afghanistan for Pakistan Mohammad Omer Daudzai calls Speaker National Assembly Asad Qaiser at Parliament House. APP

اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پاکستان لپاره د افغان صدر خاص نمائنده عمر داؤدزئي ملاقات کړے ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، تجارت ته د ودې وركولو پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر ووئيل د پاکستان او افغانستان اولس يو بل سره د ميني ٬ ورورولۍ او كلتور خپلولي لري، پاکستان افغانستان كښې امن له د افغان دولت او اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل مستحکم او قوي افغانستان پاکستان او د سيمې په ګټه دے۔ده ووئيل د پاکستان موجوده حکومت افغانستان سره په پراخه بنيادونو تجارت او سرمايه كارۍ ته وده وركول غواړي، پاکستان خواهش لري چې سي پيك منصوبې څخه افغانستان استفاده وكړي، سي پيک منصوبه سيمه كښې معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره به ګيم چينجر منصوبه ثابت شي ٬ په جغرافيائي اعتبار سره افغانستان مينځني اسياﺀ لپاره ګيټ وے دے۔ ده ووئيل پاك،افغان تجارت او سرمايه کارۍ لپاره اومي اسمبلۍ پاك،افغان فرينډشپ ګروپ ايګزيکټو کمېټۍ په مرتب شوي سفارشات عملدرآمد كيږي، افغان زدكونكو او رنځورانو لپاره د ويزې په پاليسۍ كښې نرمي كولو سره افغانان په پاکستان كښې د صحت او تعليم آسانيو څخه استفاده کولې شي۔په دې موقع افغان صدر خاص نمائنده ووئيل د پاکستان او افغانستان سياسي قيادت ترمينځه رابطې خوشبينه دي، افغانان د پاکستان سره د ملګرتيا اړيكو او ورورولۍ په بنيادونو خپلولۍ ته د قدر په سترګو ګوري۔ده ووئيل افغانستان كښې امن لپاره د پاکستان خذمات د ستائني وړ دي۔ده ووئيل افغانستان كښې د پاكستان په مرسته روانو منصوبو لپاره افغانان د پاکستان مننه كوي۔(