پاك ٬ زمبابوے ټي 20 سيريز كښې به ځائي امپائرز خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي

ہرارے۔20اپرېل (اے پی پی) د پاكستان او زمبابوے ترمينځه ټي 20 انټرنېشنل سيريز كښې به ځائي امپائرز خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ اکنو چبی او لېنګټن روسری د درې واړو مېچونو لپاره فیلډ امپائر غوره كړې شوي دي۔ د زمبابوے پخوانے ټېسټ كركټر اېنډی پېکرافټ به سیریز كښې د رېفري فرض ترسره كوي۔ کرسټوفر فیری به ټی وی امپائر او فوسټر موټزوا به ریزرو امپائر وي۔ د پاکستان او زمبابوے ترمينځھ اولنے ټی 20 مېچ (نن) د شورؤ په ورځ هرارے كښې كېږي۔