پاكستان هرارے ټېسټ كښې زمبابوے ته يو اننګز او 116 رنز سره ماتې وركړه۔ حسن علي په 9 وكټونو اخستو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ فواد عالم 140 رنز جوړ كړل

هرارے۔1مئی(اے پی پی) پاکستان د فواد عالم د غوره بېټنګ او د حسن علي ښه باؤلنګ له امله زمبابوے ته په اولني ټېسټ كښې آسانۍ سره يو اننګز او 116 رنز سره ماتې وركولو سره د دوه مېچونو سيريز كښې د 0-1بريا ترلاسه كړه۔ كوربه لوبډله په دويم اننګز كښې په 134 رنزونو آؤټ شوه۔ حسن علی ښه باؤلنګ كولو سره 5 لوبغاړي آؤټ كړل۔ دې نه وړاندې پاكستانۍ لوبډله په اولني اننګز كښې په 426 رنز اؤټ شوے وه۔ د زمبابوے ټوله لوبډله دويم اننګز كښې هم ناكامه پاتې كېدو سره په 134 رنز آؤټ شوه۔ حسن علی د 36 رنزونو په بدل كښې د 5 لوبغاړو په آؤټ كولو مېن آف دي مېچ وګرځولے شو