پاكستان مختلف چېنلجونو سره مخ دے۔ حكومت په دغې قابو موندلو له ګامونه پورته كوي۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف

کوئټه۔24فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا خاص مرستيال ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي پاكستان مختلف چېنلجونو سره مخ دے۔ حكومت په دغې قابو موندلو له بشپړ ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د 31 م مډ کیریئر منېجمنټ کورس تربيه ترلاسه كوؤنكو افسرانو ته د پاكستان وژن په سرخط خطاب كښې وكړه۔ ډاكټر معيد يوسف د نم كوئټه دورې سره سره د ادارې د بېلو څانګو هم معائنه وكړه او د نم لخوا د وركړے شوو آسانيو جاج ئې واخست۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل پاکستان د خپلې جغرافيائي صورتحال له امله نړۍ لپاره د تجارت د مركز جوړېدو صلاحيت لري او حكومت هڅې كوي چې د زيات نه زيات هېوادونه د سرمايه كارۍ غوره آسانيو د لارې پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته تشويق كړي۔ هغه زياته كړه چې د سركاري ملازم په حېث دا ستاسو ذمه واري ده چې د حكومت وژن له مخې په پالېسيو عملدرآمد باوري كړئ۔ د خطاب په آخر كښې هغه د نم ډائرېكټر جنرل ته د مسائلو حل لپاره د مرستې باور وركړو