پاكستان كښې انټرنېشنل كركټ بحال كېږي٬نورې نړيوالې ډلې به هم پاكستان ته راځي۔سېنېټر فيصل جاوېد

اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی)د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر فيصل جاوېد وئېلي دي په پاكستان كښې انټرنېشنل كركټ بحالېږي٬نورې نړيوالې ډلې به هم پاكستان ته راځي۔دا خبره هغه د ګل په ورځ د سپريم كورټ نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔د سوئېلي افريقا لوبډلې په ضد په ټېسټ او ټي 20 سيريز كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو ګرين شرټس ته مباركي وركولو كښې هغه د پاكستان د كركټ بورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ سېنېټر فيصل جاوېد ووئيل وزيراعظم وئېلي وو هېواد كښې به نړيوال كركټ بحالولې شي٬په پاكستان كښې انټرنېشنل كركټ بحال شوے او نورې نړيوالې ډلې به هم په پاكستان ته لوبې كولو لپاره راځي