پاكستان فرانس كښې د قامي ورځې په مهال د ترهګرۍ بريد وغندلو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه جنګ كولو له چمتو يو د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) پاکستان د فرانس ښار نيس كښې د قامي ورځې په لمانځونكو نارينه ٬ مېرمنو او كوچنيانو د ترسره شوي ترهګرۍ وحشيانه بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې يو شمېر كسان مړه او په درځنونو ژوبل شوي دي۔ د خارجه دفتر لخوا د جمعې په ورځ جاري كړي شوي بيان كښې وئيلي شوي د پاكستان حكومت او اولس په دې پېښه د جمهوريه فرانس حكومت او اولس سره د زړه د كومي نه غمرازي ښكاره كوي۔ زمونږ نېكې هيلې ځپليو كورنيو سره دي۔