پاكستان د نړۍ يوازينے هېواد دے كوم چې په نړيواله وباﺀ كښې د سختو تدبيرونه تر مخه د ټولو ځايي سيالو كوربتوب وكړو، کرس ګېل

کراچۍ/لاهور۔23فروری(اے پی پی) د نړيوال كركټ لوبغاړے کرس ګېل د كورونا وائرس باوجود پاكستان ته كركټ كولو لپاره راغلے۔ 41 كلن بېټسمېن د كوئټه ګلېډي اېټرز نمائندګي كولو له د ټورنامنټ پرانستې مېچ كښې په 24 بالونو 39 او ورپسې مېچ كښې په 40 بالونو د 68 رنز په زړه پورې اننګز وكړو۔ د پی سی بی وياند له مخې یونیورس باس“كرس ګېل د اېچ بي اېل پي اېس اېل 6 م اېډيشن كښې ګډون كولو له څو كاله پس پاكستان ته راغلے۔ د وياند له مخې كرس ګېل ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يمه چې د عمران خان په ډول يو عظيم كركټر د پاكستان وزيراعظم دے۔ هغه ووئيل پاكستان د نړۍ يوازينے هېواد دے كوم چې د كورونا وباﺀ په مهال د سختو تدبيرونو خپلولو سره د ټولو ځائې لوبو كوربتوب وكړو۔ هغه زياته كړه چې مونږ د كركټ لوبې د لارې خلق يو بل ته نزدې كولے شوو دغسې چې په دې سخت وخت كښې يو بل ته خوشحالۍ ډالۍ كړوِ۔ وياند ووئيل د سري لنكا او وېسټ انډيز ترمينځه د ټي ټونټي سيريز د لاسه كرس ګېل ډېر زر خپل هېواد ته بېرته روان دے