وزیر اعظم عمران خان
اسلام آباد۔5 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان د نوي تاريخ د بې رحمه ٬ غېر انساني او غېر قانوني تسلط نه آزادۍ لپاره روان تحريك كښې كشميري اولس سره په ښكاره ډول ولاړ دے۔ د نهې په ورځ خپل ټويت كښې وزیراعظم ووئيل د كال 1949ﺀ جنورۍ مياشتې په 5 مه نېټه ملګرو ملتونو د مقبوضه كشمير اولس ته د يوې بې پرې استصواب رائې د لارې د خپلواكۍ حق ضمانت وركړو۔ مونږ دا ورځ د دغې نيمګړي لوظ ياد تازه كولو له لمانځؤ د كوم ترسره كېدل چې لا پاتے دي۔ پاكستان د نوي تاريخ د بې رحمه ٬ غېر انساني او غېر قانوني تسلط نه آزادۍ لپاره روان تحريك كښې كشميري اولس سره په ښكاره ډول ولاړ دے۔ موږ د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه كوؤ چې د هندي پوځ لخوا د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د كشميري اولس د بشري حقونو د خلاف ورزيو ٬ چې تفصيلات ئې مرتب كړې شوي دي په ضد او كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركول باوري كولو له كارروائي وكړي۔ وزيراعظم ووئيل 73 كاله د هندي ظالمانه تسلط جبر زغملو باوجود كشميري اولس پرله پسې د خپلواكۍ خپل حق ٬ چې ضمانت ئې دوئي ته د ملګروملتونو چارټر او د سلامتي كونسل لخوا وركړے شوے دے ٬ ترلاسه كولو په غوښتنه ټينګ ولاړ دي۔