پاكستان تحريك انصاف كشميريانو سره ولاړ دے او هغوي به په دې سخت وخت كښې يوازې نه شي پريېښودلې، د مير خان محمد خان جمالي اے پي پي سره خبرې

كوئټه 03 فروري (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د قومي اسمبلۍ غړي مير خان محمد خان جمالي وئيلي دي چې د مودي او آر اېس اېس د هندو فاشسټ ايجنډا په ټوله نړۍ كښې په ډاګه شوې، مقبوضه كشمير كښې هنډي اقدامات او د هند د مسلمانانو په ضد شهريت بل سره د هندو انتها خوښو عزائم په ډاګه شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وكړه چې 72 كاله وړاندې په منظور كړې شويو خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي او كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو سره په هغوي د هند د اړخه رياستي ترهه ګري ختمه كړي،د كشمير مسئله هند پخپله سلامتي كونسل ته وړلې وه،هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو مذاق كوي۔ پاكستان تحريك انصاف د كشميريانو سره ولاړ دے او په دې سخت وخت كښې به هغوي يوازي نه شي پرېښودلې