اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) پاكستان او سري لنكا د دوه اړخيزه تجارت ، د سيمه ايزې سلامتيا او د ترهګرې په ضد د جنګ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته زياتولو اتفاق كړے. خارجه وزير شاه محمود قريشي د شورو په ورځ په كولمبو كښې د سري لنكا خارجه وزير ډائنش ګناوردنا سره ملاقات كولو. په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو، په بېلا بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو او د شريكې خوښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وشوې. دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او سري لنكا ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت، سرمايه كارې، روغتيا، تعليم، كركيلې او د سائنس او ټېكنالوجې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو. د ملاقات په مهال خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت وياند زاهد حفيظ هم موجود وو. د ملاقات نه پس خارجه وزير په وزټر بك كښې خپل تاثرات هم وليكل.