پاكستاني ځوانانو هره څانګه كښې د خپلو ځانګړ و صلاحيتونو څرګندونه كړې ۔ اسد قېصر

اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی)د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې زمونږ ځوانانو د لارښودنې صلاحيتونو لري ځكه خو ټوله نړۍ دوئي ته په درنه او د قدر په سترګه ګوري۔ هغه ووئيل په يو شمېر څانګو كښې د پاكستاني ځوانانو كاميابو دا ثابته كړې ده چې د نړيوال معيار سره سمېدو او چېمپئن جوړېدو له دوئي زمونږ لارښودنې او ډاډګيرنې ته اړتيا لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د مېرمنو نړيوال ريكارډ جوړونكي پلاوي سره پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل مېرمنې زياتې قابلانې دي او هغوي د خپل قابليت په بنياد نړۍ كښې بېلو څانګو كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده۔ هغه ووئيل مېرمنې د پاكستان سفيرانې بللې شي۔ په دې موقعه سېنېټر ايوب آفريدي د مېرمنو د كاميابو ستائنه وكړه۔ پلاوي كښې محترمه ایما عالم ورلډ چېمپیئن ، محترمه سیدہ کېسه زهرہ ورلډ ریکارډ هولډر، محترمه عبیرہ اطهر (نړيوال رېنكنګ كښې 7 م پوزيشن ترلاسه كوؤنكې) ، محترمه شمی عالم فرانسیسی مائنډ مېپنګ چیمپئن شامله وه۔ پلاوي د ملاقات په موقعه وركولو د سپيكر اسد قېصر مننه وكړه۔ دوئي د هغېواد پرمختګ او خوشحالۍ له د خپلو هڅو روانو ساتلو عزم هم وكړو