ټي او آرز كمېټې لپاره د ټولو نومونو د راتللو نه پس به د كمېټې غونډه د نهې يا د شورو په ورځ وشي

لاهور 22 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې ټي او آرز كمېټې لپاره د ټولو نومونو د راتللو نه پس به د كمېټې غونډه د نهې يا د شورو په ورځ وشي٬ كمېټې لپاره د اپوزيشن نومونه راغلي دي٬ د حكومتي غړو نومونه به هم راشي٬ كمېټي به په هر لحاظ آزاده او خپلواكه وي٬ په دې به څوك هم نه شي اثر انداز كېدے٬ وزيراعظم په لندن كښې نامكمل طبي معائنه پرېښودلو سره راغلې و٬ ځكه اوس بېرته تللې٬ اپوزيشن چې كوم ټي او آرز وړاندې جوړ كړي و يا ئې كومې غوښتنې وړاندې كړې وې پكښې د وزيراعظم د استعفٰي غوښتنه نه وه۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني په استوګنه د علي حېدر ګېلاني په خوشې كېدو د مباركې وركولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې