ټول قوم ته معلومه شوه چې د ټاكنو نظام كښې د شفافیت په مهمو چارو څوك د تاریخ په كوم ځائې ولاړ دي،وفاقی وزیر سینېټر شبلی فراز ټويټ

اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر سینېټر شبلی فراز وئيلي دي چې ټول قوم ته معلومه شوه چې د ټاكنو په نظام كښې د شفافیت په مهمو چارو څوك د تاريخ په كوم ځائې ولاړ دي، اپوزیشن اوپن بیلټ مخالف هېواد كښې کرپټ نظام تسلسل غواړي۔ د اتوار په ورځ خپل يو ټويټ كښې وفاقی وزیر سینېټر شبلی فراز ووئيل اپوزېشن د ټګۍ زيات حامی او شفافیت په لاره كښې خنډان جوړ شوي دغسې عمران خان انتخابی عمل كښې شفافیت لپاره لوظي دې۔ده ووئيل پاکستان تحریك انصاف هغه ګوند دې كوم چې په نظام كښې شفافیت او هېواد كښې کرپشن ختمولو له يو تحريك پيل كړې، عمران خان د دې مقصد ترلاسه كولو له به چرې هم د خپلو هلو ځلو څخه په شا نشي۔