ټولو سيمو كښې د پوليو خاتمې ته پام او د موبائل ډلو كاركردګي ښه كولې شي

اسلام آباد 15 جولائي (اے پی پي﴾د نېشنل هېلت سروسز٬رېګولېشنز اينډ كوآرډينېشن دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ د پوليو خاتمې لپاره پھ نېشنل ايكشن پلان د پېش رفت جاج اخستلې۔د ټېكنيكل اېډوائزري ډلې د ياد شوې پوليو جائزه نظر كښې نيولو سره د پوليو ايمرجنسي كوآرډينېټر رانا صفدر دوهمه وزيره د هېواد څخه پوليو خاتمې لپاره د پورته كړی شويو ګامونو څخه خبر كړه۔ دوهمې وزيرې پھ دې ګامونو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې ټولو سيمو كښې د پوليو خاتمې ته پام روان دې او پھ دې لړ كښې مانيټرنګ هم كېږي۔دوهمې وزيرې د ټېكنيكل اېډوائزري ډلې د كميونټۍ ويكيشن ستائنه وكړه۔دې ووئيل چې د موبائل ډلو كاركردګي مستحكم كولې شي۔دې ووئيل چې شمالي سندھ كښې د پوليو خاتمې لپاره هڅې تندول پكار دي او په نارت سندھ ايكشن پلان عملدرآمد كول پكار دي۔دې ووئيل چې په قامي او صوبائي كچه ريپډ رسپانس يونټ پھ بشپړه توګه فعاله دے۔دې ووئيل چې افغانستان سره د تګ راتګ پھ اړه د اطلاعاتو تبادله وكړی شي دغسې چې د جراثيم منتقلۍ په ګډه مخ نيوې وكړې شي