ياسر شاه د پاكستان او انګلېنډ ترمينځھ دويم ټېسټ مېچ كښې ګډون كوي

لاهور۔21 جولائی(اے پی پی ) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) وياند رضا راشد وئيلي دي نوموړې سپنر ياسر شاه روغ رمټ دے او مونږ باور لرو چې دې به د پاكستان او انګلېنډ ترمينځھ دويم ټېسټ مېچ كښې ګډون كوي كوم چې (نن) د جمعې ورځې څخه مانچسټر كښې پېل كېدونكے دے۔ وياند ووئيل نېټ كښې د بېټنګ پرېكټس په مهال یاسر شاہ معمولي ژوبل شوے ؤ ولې د پاكستان كركټ لوبډلې ډاكټر ده ته ابتدائي طبي مرسته وركړې او دې بېخي روغ رمټ دے۔ د پي سي بي ډاكټر باور لري چې ياسر شاه به د پاكستان او انګلېنډ ترمينځھ دويم ټېسټ مېچ كښې ګډون وكړي