وړاندې هم د عمران خان لوبغاړے ووم او اوس هم يم۔ لياقت خټك

پېښور ۔21 فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا پخواني صوبائي وزير او د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ورور لياقت خټك وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ ميډيا سره خبرو كښې هغه ووئيل زه عمران خان سره ملاقات كول غواړم۔ ما ټول عمري د خپلو ورور پروېز خټك لپاره سياست كړے۔ د هغه وېنا وه چې زه وړاندې هم د عمران لوبغاړے ووم او اوس هم يم۔ كومه بله پارټۍ كښې د شاملېدو اراده نه لرم