وزیراعلیٰ محمود خان د شاعرعبدالرحیم روغاني په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 24 فروري (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د پښتو نامتو شاعر او ادیب عبد الرحیم روغانی په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره د هغه د كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ۔جاري بيان له مخې وزیراعلی د غمجنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره د ارواښاد بخښنې او غمجنې كورنۍ سره د زغم څرګندونه وكړه۔ده ووئيل پښتو ژبې او ادب لپاره د ارواښاد خذمات به عمر له ياد ساتلے شي