وزیراعظم محمد نواز شریف د کروز میزائل بابر۔3 په كاميابه تجربه قام او وسله والو ځواكونو له مباركي

اسلام آباد ۔ 9 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف آبدوز څخه د پاسېدونكي کروز میزائل (اېس اېل سی اېم) بابر۔3 په كاميابه تجربه قام او وسله والو ځواكونو له مباركي وركړې ده ۔ د ګل په ورځ خپل بيان كښې وزيراعظم ووئيل تر 450 کلومیټره د خپل هدف ويشتونكې بابر۔3 کروز میزائل کامیابه تجربه د پاکستان ټیکنالوجیکل پرمختګ او په ځان د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان ټول عمري امن سره د پاتې كېدو په پالېسۍ قائم دې ٬ دا تجربه هم د باور وړ ده او د لږ نه لږ ډيټرنس پالېسۍ لا قوي كولو لپاره يو ګام دے