وزیراعظم محمد نواز شریف د فرانس په نېس ښار كښې د ترهه ګرۍ د پېښو غندنه وكړه

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د فرانس په نېس ښار كښې د ترهه ګرۍ د پېښو په سختو ټكو غندنه كړې ده په كومو كښې چې په لويه شمېره مرګ ژوبله رامخې ته شوې۔د وزیراعظم دفتر لخوا د جمعې په ورځ جاري بيان له مخې زمونږ زړونه او دعاګانې په بريدونو كښې د ځپليو كورنيو سره دي ۔ وزیراعظم د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د غم په دې ګهړۍ كښې د فرانس حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كوي٬ پاكستان د ترهه ګرۍ د هر ډول كاروائۍ په ضد پوخ عزم لري۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف رياست په حېث پاكستان خپله هم ډېر ځپلې شوې او ګڼ شمېر پېښو سره مخ شوې ٬ده ووئېل مونږ په دې نازك وخت كښې د فرانس د اولس په غم كښې برابر شريك يو او د ھغوې دړد محسوسولې شوو۔ وزیراعظم نواز شریف د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كولو سره ووئيل پاكستان په هر ځائ كښې د ترهه ګرۍ د هر ډول كاروائۍ په ضد پوخ عزم لري