وزيراعظم نواز شريف د سعودي عرب درې ورځنۍ دورې ترسره كولو نه پس اسلام آباد ته راورسېد

اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف د سعودي عرب درې ورځنۍ دورې ترسره كولو نه پس د نهې په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلے۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم محمد نواز شریف د رسولۖ روضې مباركې ته حاضري وكړه۔ وروستو د مدينې منورې نه هېواد ته د راروانېدو په مهال په پرنس محمد بن عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان د مدينې ګورنر شهزادہ فېصل بن سلمان او د پاكستان سفارت عملې وزیراعظم ته مخه ښه ووئيل۔ وزیراعظم په خپله درې ورځنۍ دوره كښې په رياض كښې په وړومبې عرب اسلامي امريكه كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم په مدينه منوره كښې د رسول اللهۖ په روضه مباركه حاضري هم وكړه۔ وزیراعظم په ریاض الجنه كښې نوافل ادا كړل او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له ئې دعاګانے وغوښتلې