دوشنبے 11 مئي(اے پي پي) وزيراعظم نواز شريف او تاجك اولس مشر امام علي رحمانوف د تجارت٬ توان او مواصلات په حقله شريكې اړيكې لا قوي كولو له سلا شوې دي ۔ د شورو په ورځ په قصر ملت كښې د پلايو په كچ د غونډو مشري كولو سره دواړو مشرانو د پاكستان او تاجكستان دولتونو او اولس په كچه په نزدې همكارۍ زور رواړے۔وزيراعظم كاسا 1000 پروژې د پېل دستوره كښې ګډون لپاره ماسپخښين دوشنبے ته رسېدلے ٶ او نن د زيارت په ورځ به دا دستوره كېږي۔نواز شريف ووئيل پاكستان مېنځنۍ آسيا او په خاص توګه تاجكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل د كاسا 1000 منصوبه به د پاكستان د برېښنا په كمي قابو موندلو له مرستياله وګرځي۔ده د امام علي رحمانوف د تر كال 2018 هېواد څخه د برېښنا كمے لرې كولو لپاره د خپل وژن نه خبر كړو